سیاستخبرونهامنیت

د پخواني رژیم د ملي امینت رئیس په کوزوو کې د بند ورځې شپې سبا کوي

کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر

د پخواني رژیم یو جګپوړي امنیتي مقام ادعا کړې چې هغه له یو شمېر نورو افغانانو سره چې زیاتره د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د سي.آی.ای سازمان سیمه ییز کارکوونکي او په کابل کې د امریکا سفارت کار کوونکي دي په ( کوزوو) کې په یو پوځي کمپ کې بندیان دي.

عارف سروري چې د حامد کرزي په وخت کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس او وروسته یې د وکیل او سناتور په توګه کارکړی ویلي دي، چې هغه د (باند ایستل) په پوځي کمپ کې چې په کوزوو کې د امریکا یوه پوځي اډه ده، په دغه کمپ کې د بندي په څېر شپې سبا کوي.

عارف سروري د امریکا ( سي. بي. ایس ) شبکې ته ویلي، ۴۵ تنه افغان پناه غوښتونکي چې امریکا د تخلیې په بهیر کې له افغانستان څخه ویستلي، په کوزوو کې د امریکا په یوه پوځي اډه کې په بدو شرایطو کې شپې سبا کوي او یوازې د ډوډۍ خوړولو سالون، حمام او خپلې خیمې ته د تګ را تګ اجازه لري.

د( سي. بي. ایس ) د خبر له مخې، محمد عارف سروري په ۲۰۰۱ کال کې په  افغانستان کې د امریکا د برید په بهیر کې له سیاه سازمان سره کار کاوه او د تېر کال د زمري میاشت کې، هغه د یو جګپوړي امنیتي مقام، د پارلمان د وکیل او سیاستوال په توګه فعالیت کاوه؛ خو اوس د امریکا په یوه پوځي اډه کې پروت دی چې د ځان او د خپلې میرمنې او دوو لوڼو لپاره د هیڅ راتلونکي فکر نه شي کولای. هغه اوس پوه شوی چې یو بندي دی او له دې څخه زیات ځان ته کوم تعریف نه لري.

سروري ویلي، چې دوی بهر ته د وتلو لپاره کومه خپلواکي نه لري، یوازې حمام، د ډوډۍ خوړولو سالون او خپلې خیمې ته چې یوه محدوده ساحه ده لاس رسی لري. هغه وايي، چې یوازې دا  نه چې له کمپه بهر نه شي وتلای، بلکې؛ له خلکو سره د  خبرو کولو اجازه هم نه لري.

د افغانستان دغه پخواني امنیتي مقام (ان. بي. ایس) ته ویلي؛ کله چې هغه او یو شمېر نور پناه غوښتونکي د تېر کال په آګست میاشت کې امریکایي الوتکو ته پورته شول لومړی کوېټ او وروسته قطر ته ولېږدول شول؛ خو وروسته هغه ته وویل شول چې د زیاتې څېړنې لپاره به کوزوو ته واستول شي.

د هغه د څرګندونوله مخې؛ د باند ایستیل پوځي کمپ مسوولینو هغوی ته ویلي وو چې د پناه غوښتوونکو ژوند ته به پاملرنه وشي؛ خو دغه څرګندونې د څو میاشتو له تېرېدو سره د یوې ژمنې په توګه پاتې دي او د ۹ میاشتو په بهیرکې هیڅ کوم شي تغییرنه دی کړی او هغه څه چې بدلون یې کړی دی، د دوی د رواني حالت خرابېدل دي.

هغه ټينګار کوي چې اندېښنو د دغه کمپ اوسېدونکي په رواني تکلیف اخته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي مقاماتو ویلي چې له افغانستان څخه د ایستل شویو کسانو څه د پاسه ۸۰ سلنه له دغه هېواد څخه د پناه غوښتنې په شرایطو برابرنه دي، آن هغه کسان چې امریکا ته لېږدول شوي باید درېیم هېواد ته لاړ شي چې د هغو غوښتنې وڅېړل شي.

د پناه غوښتوونکو بله ستونزه په افغانستان کې د امریکا د قنسلي خدمتونو بندېدل دي. په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره امریکا په کابل کې خپل سفارت وتاړه او له دې سره جوخت خپل قنسلي خدمتونه یې هم بند کړل چې په دې کار سره په امریکا کې د پناه غوښتوونکو د دوسیو څېړنه له جدي ستونزې سره مخ شوې ده.

د افغانانو بله ستونزه چې د تخلیې په بهیر کې له دغه هېواد څخه وایستل شول، د امریکا د اطلاعاتي برخو امنیتي ملاحظات دي چې میاشتې آن کلونه وخت نیسي چې د دوی په اړه د امنیتي او اطلاعاتي سرویسونو کتنې او څېړنې بشپړې شي او یا پای ته ورسيږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته