کابل- د ثور لومړۍ – باختر
د پروان والي مولوي عبید الله امین زاده د پروان پوهنتون د بیلابیلو برخو د کتنې په وخت کې وویل چې محصلان باید اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.
هغه پوهنتون له مشرتابه سره د ملاتړ او همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد د پرمختګ لپاره ښوونه او روزنه ډېر اړین دي.
هغه ټینګار وکړ چې اوسنی نظام به هیڅکله د ښځو د زده کړې مخه ونه نیسي.
د پروان پوهننتون رییس ډاکتر محمد عزیز کاظم وویل چې په دغه بنسټ کې به د افغانستان د اسلامي امارت د هدفونو د عملي کولو په لاره کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.
ج-ا