خبرونهاقتصاد

د پنجشیر د مستوفیت ادارې، عواید زیات شوي دي

 کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر

د پنجشیر د مستوفیت ادارې عوايد د تېرکال په پرتله زیاتې شوي دي.

د پنجشیرمستوفي مولانا ګل احمد حنیفي نن باختر آژانس ته وویل، چې د اسلامي امارت د نظام له بریا وروسته د تېرکال په دریو میاشتو کې او د روان کال په دریو میاشتو کې څه د پاسه ۸۵ میلیونه افغانۍ عواید په دغه اداره کې راټول کړي دي، چې د تېرکال په پرتله زیاتوالی ښیي.

د پنجشیرمستوفي وویل، چې راټول کړای شوي عواید په دغه ولایت کې د مالیاتو له لارې ترلاسه شوي دي.

په همدې حال کې د پنجشیر ولایت د مستوفیت ادارې د عوایدو برخې آمر شمس الدین عزیزي وايي چې په هره برخه کې خپلو ښاریانو ته حساب ورکوي او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی له مالیاتي پیسو څخه به هیڅوک ناوړه ګټه وانه خلي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته