سیاستخبرونهامنیتTOP

په کابل کې د ترکیې سفیر: د نشه يي توکو د کښت او کاروبار د بندولو په برخه کې د اسلامي امارت د قاطع مبارزې قدرداني کوو

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

ورته مهال مولوي عطاء الله عمري د هر ډول بوټي د کرکيلې په برخه کې د افغانستان د بې سارې ځانګړنو په اړه معلومات ورکړل او د ترکيې له پلاوي څخه يې وغوښتل، چې د کرنې د پراختيا او په دې برخه کې د دواړو ملتونو د نږدېوالي په پار د ارتباطي پله په څېر و اوسي.

مولوي عمري د کرنیزو تجربو د لېږدولو، د متخصصینو لېږلو، د متخصصینو ګډې ناستې، د کرنیزو او مېوو محصولاتو په اډانه کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، چې افغانستان د هر ډول بوټو کرکیلي لپاره مناسبه چاپېریال لري او دغه راز په دې هېواد کې د ارګانیکو محصولاتو ودې ته زمینه برابره ده، هغه له ترکي سوداګرو وغوښتل، چې د افغانستان د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د حکومت او خلکو د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: « د نشه يي توکو د کښت او کاروبار د بندولو په برخه کې د اسلامي امارت د قاطع مبارزې قدرداني کوو. موږ هوډ لرو چې اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې همکاري وکړو.

سوداګر او پانګوال هڅوو چې راشي او د شته فرصت څخه په ګټې اخیستنې چې د امنیت نعمت دی د افغانستان له خلکو سره کار وکړي، هڅه کوو چې ترکيې ته لوړ مقاومت لرونکي محصولات انتقال کړو تر څو هلته وپلورل شي، د ترکيې د خلکو او پانګوالو لېوالتیا داده، چې پر وچو مېوو او انارو پانګونه وکړي.»

هېره دې نه وي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ترکیې د افغانستان له اسلامي امارت سره ډېرې مثبتې اړیکې لرلې او د افغانستان د کرنې په سکټور کې یې ډېرې همکارۍ کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته