خبرونهامنیت

 د پوليسو  ٣٠٠ سرتيري اوافسران  له زده کړې وروسته د امنيت تامينولوته وګومارل شول

کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر

د پوليسو  ٣٠٠ تنه سرتيري اوافسران په ننګرهار کې د جنرال  زړه ور زاهد له پوځي اکادمۍ څخه له فراغت وروسته د هېواد په ختيځ کې په پوځي قطعاتوکې د امنيت د تامينولو او له تروريزم سره د مبارزې لپاره وګومارل شول.

دغو پوځيانو د افغان ښوونکو تر نظر لاندې پوځي زده کړې کړي دي .

د ننګرهار والي وياندعطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې دغه پوځيان له پوځي زده کړو وروسته نن دهېواد په ختيځ کې د سرتيرو او افسر په توګه وګومارل شول.

دغو پوځيانو د لوړې له ترسره کولو وروسته وويل چې د هېواد د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه  کړي .

-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته