امنیت

د ځانمرګو او تروريستي بريدونو څلور تنه سازمان ورکوونکي ونيول شول

کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو  د عملياتوپه بهــيرکې په قندهـــار کې د طالبانو د ډلې قوماندان سيف الله  له دريو تنو افرادو سره يې  ونيوه.
د ملي امنيت د لوى رياست  مطبوعاتي  دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
نيول شوي کسان حميدالله ، سيد شاه  او دادمحمد نوميږي چې د قندهار ولايت اوسيدونکي دي او د قندهار ولايت په مربوطاتو کې د تروريستي او ځانمرګو بريدونو په سازمان ورکولو او د ماينونو په  ښخولو کې  رول  درلود.
نيول شويو کسانو د تحقيقاتو په بهيرکې اعتراف کړى دى  چې د طالبانو د ډلې د يو قوماندان مولوي منصورپه لارښونه يې دنده درلوده چې له دريو تنو ځانمرګو  کسانو او په چاوديدونکو توکو بار له يو موټر څخه په استفادې سره دقندهار ولايت  دملي امنيت په رياست بريد وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته