امنیت

د٢٢٠ کيلوګرامو نشه يي توکو کشف .

کابل باختر د ليندى  اوولسمه :
دنيمروز ولايت پوليسو ددغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې دوه سوه شل کيلوګرامه نشه يي توکي کشف اوضبط کړل .
دغه نشه يي توکي  په يوه کور کې ځاى پرځاى  شوي وو او په دې ارتباط څوک نه دى نيول شوى .
دنيمروزولايت امنيه قوماندان قسيم جنګل باغ دباختراژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو تيره شپه  ١٤٠ کيلوګرامه اپين او ٨٠ کيلوګرامه اوومه چرس  ددغه ولايت  دمرکز زرنج ښار  په يوه کور  کې کشف اوضبط  کړل .
  ده زياته کړه چې دغه نشه يي توکي ددغه کور په  تل خونه  کې ځاى پرځاى شوى و  او په کور کې چا ژوند نه کاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته