خبرونهټولنه

د کابل ترافيکو د لوي مديريت خبرتيا

 کابل، د چنګاښ١١مه، باختر

يوه ميرمن چې څه ناڅه ٤٥ کاله عمر لري اوهويت يې نه دى تثبيت شوى کريمي او جګري جامې يې پر تن او قهويي رنګه پړونى يې په سر دى د روان کال د چنګاښ مياشتې پر ۹  د شپې ناوخته د قواى مرکز په سیمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوې او مړى يې د ساتنې لپاره عدلي طب د خدمتونو رياست ته لېږدول شوى دى.

د ارواښادې خپلوان کولاى شي  مړى د عدلي طب له رياست څخه ترلاسه کړي.

د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دې د کابل ترافيکو لوى مديريت د پيښو د څيړنې امريت ته ورشي اويا دې له (٠٢٠٢٥٠٣٧١١) شمېرې سره اړيکه ونيسي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته