کابل / د وري ۷مه / باختر
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د کابل تفریحي پارکونو ته د ورتګ ورځې مشخصې کړې.
دغه وزارت د کابل ښار او مربوطاتو کې د ټولو پارکونو مالکانو او مسوولینو ته خبر ورکړی چې د یکشنبې، دوشنبې او سه شنبې ورځې د ښځو د ورتګ لپاره داسې ځانګړې شوې دي چې شرعي حجاب یې مراعات کړی وي او په یادو ورځو کې مجاهدینو او عامو خلکو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
دغه راز په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او شنبې ورځې د نارینه وو لپاره ځانګړې شوې دي.
همدارنګه په اعلامیه کې ټینګار شوی، که چېرې د نارینه وو په ورځو کې مجاهدین د تفریح لپاره ورځي، باید وسلې او نظامي یونیفورم له ځان سره و نلري او د تخلف په صورت کې به د پارکونو له مالکانو او مسوولینو سره قانوني چلند وشي.
په اعلامیه کې یادونه شوې چې د کابل په مربوطاتو کې نور سیاحتي ځایونه لکه پغمان دره، شکر دره، استالف دره او داسې نور ځایونه چې خلک له خپلو کورنیو سره د تفریح لپاره ورځي، ښځینه باید شرعي حجاب رعایت کړي او د پردیو له اختلاط څخه دې ځانونه وساتي او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
وهاج