کابل، غبرګولي۲۲مه، باختر
احمد ذکي پوپل د ترانسپورټ او هوايی چلند وزارت له لورې د کابل نړیوال هوايي ډګر د عملياتي آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو.
نوموړی تېره ورځ د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د دفتر د رئيس پیلوټ عبدالستار غروال او د هوايي ډګر د دفتر آمر انجینير عزت الله عارف له لورې اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
نوموړي د کابل هوايي ډګر نوي ټاکل شوي عملیاتي آمر ته د بریالیتوب غوښتنه وکړه، او هغه یې د یاد آمریت لپاره وړ شخص وباله.
د یاد وزارت د دفتر رئيس همدارنګه د هوايي ډګر له ټاور څخه هم ليدنه وکړه او چارې یې و ارزولې.
په همدې حال کې د کابل هوايي ډګر نوي ټاکل شوي عملياتي آمر د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې په ده یې باور کړی او زیاته یې کړه چې هڅه به کوي تر څو د هوايي ډګر عملياتي چارې په پوره امانت دارۍ ترسره کړي.
افغانمل