کابل/ د وري٢٧ مه / باختر
د کابل ښاروالۍ د خدمتونو د ښه تنظیم په موخه د دغه بنسټ د اداري شورا غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې مراجعینو ته د آسانتیاوو، د چارواکو او ښاریانو د دندو او مسوولیتونو کچه، د ځینو خامه او تخريب شويو سړکونو پخول او بيارغول او د کثافاتو د ښه مدیریت په اړه خبرې وشوې.
دغه راز د نمرو او بلاکونو د قبالو د اجرا، د ١٦ ناحيې په مربوطاتو کې د بګراميو د مارکیټ فعالول، د ښاري سرغړونو او د ښاري ښو خدمتونونو په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
\ ذ