– کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
په داسې حال کې چې هغه افغان پوځيان د هند له اکاډميکو بنسټونو څخه نوي فارغ شوي هېواد ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښمن دي، د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دوی به په لازمو څانګو کې په دندو وګومارل شي.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د هغو ځوانو پوځيانو د انديښنې په اړه چې نوي د هند له اکاډميکو بنسټونو څخه فارغ شوي ويلي، چې په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان پوځيان به په دندو وګومارل شي.
د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور يوې خصوصي راډيو ته ويلي افغان تعليم يافته افغانان دهېواد پانګه ده.
نوموړي یاد کساند هېواد کادرونه وبلل او ویې ویل، چې دوی به د خپل مسلک له مخې په دندو وګومارل شي.
\ ذ