خبرونهروغتیا

د کونړ ۶۲ روغتیايي مرکزونو ته طبي او غیر طبي وسایل ورکړل شول

 کابل، د غوايي ۲۸ مه، باختر

د هیلت نیټ موسسې په مالي ملاتړ د کونړ ۶۲ روغتیایي مرکزونو ته د ۲۶ میلیونو افغانیو په ارزښت طبي او غیر طبي توکي او وسایل ورکړل شول.

ځايي چارواکي وايي چې د یادې مرستې پر مټ به د روغتیایي مرکزونو په خدماتي برخو کې بهبود رامنځته شي او د روغتیایي مرکزونو د لا تجهیز په برخه کې یې د یادې موسسې په زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.

د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد وویل، چې د روغتیا سکتور پیاوړتیا ته جدي پاملرنه کوي او د همدغو هڅو په لړ کې د روغتیا ریاست د ارزونې پر اساس روغتیایي مرکزونو ته یوه اندازه توکي او وسایل ورکړل شول.

هغه وویل، چې د روغتیایي مرکزونو بیا رغونه، ارتقاء او دغه راز د نویو روغتیایي مرکزونو جوړولو په برخو کې د ولایتي ادارې هڅې دوام لري.

په همدې حال کې د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر وویل، چې د روغتیایي مرکزونو اړتیاوې يې د موسسې له استازو سره شریکې کړي او هڅه یې دا ده چې د کونړ ولسونو ته باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د هېواد په لرې پرتو سیمو کې زیات شمېر خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دوی له دولته غواړي چې په سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته