سیاستفرهنګTOP

ذبیح الله مجاهد بهرنیو خبریالانو ته: په بشپړ ډاډ سره خپلو دندو ته دوام ورکړئ

کابل / د وږي ۳مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د فرهنګي چارو کمېسیون رییس نن له یوشمېر بهرنيو خبریالانو سره په غونډه کې، هغوی ته وویل چې په بشپړ ډاډ سره خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د اسلامي امارت د فرهنګي چارو سلاکار سعدالدین سعید او یوشمېر نور مسوولین هم حاضر وو؛ بهرنیو خبریالانو خپلې نظریې او وړاندیزونه له ذبیح الله مجاهد سره شریک کړل.
په دې غونډه کې مجاهد له ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه وغوښتل چې واقعیتونه خپاره کړي او د تبلیغاتو مخه ونیسي.
هغه دغه راز ډاډ ورکړ چې په کابل هوايي ډکر کې د رپوټ برابرولو په تړاو د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره به له اړوندو مسوولینو سره وګوري او د ستونزو د لرې کولو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
د غونډې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د فرهنګي چارو کمېسیون رییس د خبریالانو ‍‍پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته