نړۍ

سترشرکتو نه هند ته وارديږي

دهند حکومت دوال مارت په شان سترو شرکتو نو ته اجازه ورکوي چى ددغه هيواد دخورده فروشي په بازار کې شا مل شي

دباختر ا طلاعاتي ا ژانس دخبر له مخې هندوستان دڅه دپاسه يومليارد وګړو سره په نړۍ کې د خورده پلورنې ستر بازار لري چې د وال مارت په شان سترو شرکتو نو ته چې د نړۍ دخورده پلورنې له سترو شرکتو نو څخه شميرل کيږي اجا زه نه وه ورکړ شوي

اقتصاد کارپو هان د هند دخورده پلورنې د بازارو نو ارزښت څلور سوه پنځوس مليارده ډالره اټکل کړي دي دکوچنيو خصوصي شرکتونو مليونونو تنه مديرا ن او کار کوونکي د حکومت په دغه تصميم اعتراض کوي او وايې چې د وال مارت په شان سترو سوپر مارکيټو نو شتون کولى شي دکوچنيو او سيمه ييزو شرکتو نو دله منځه وړلو سبب شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته