خبرونهامنیت

شل طالبان په سرپل کې ووژل شول

کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر

شل وسله وال طالبان تېره شپه سرپل کې  د پوځيانو په هوايي اوځمکني بريدونو کې ووژل شول او شپږ نور طالبان تپيان شول.

دهېواد په شمال کې د شاهين قول اردو يوې سرچينې باختراژانس ته وويل: پردغوطالبانو د سرپل په مرکز آسياب اباد سيمه کې  د دوى پر پتنځيو هوايي او ځمکني  بريدونه وشول.

هغه وويل  چې په دې بريد کې د طالبانو يوه اندازه تجهيزات هم له منځه يوړل شول.

–  ع – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته