امنیت

شپاړلس طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
په هرات کې ۱۶ وسله وال طالبان تېره شپه په نښتو کې ووژل شول.
دغه نښتې په شینډنډ، ادرسکن او غوریانو ولسوالیو کې د طالبانو پر کاروانونو او پټنځیو د پوځیانو له بریدونو وروسته وشوې.
د هېواد په ختیځ کې ظفر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو نښتو کې د دغې ډلې د درېو سرګروپانو په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
ویل کېږي پوځیانو د دغو نښتو په پای کې یوه اندازه جنګي هم وسایل ترلاسه کړل.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په هرات کې د ۲۰ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته