امنیت

شپږويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د وري ۳ مه / باختر
شپږويشت وسله وال طالبان په هلمند کې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د سنګين، نهرسراج، ناوې او نادعلي ولسواليو په مربوطاتوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړوکې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه وسله وال طالبان د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ۲۰ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو سيمه یيز خبرځايونه یې وسله وال طالبان مسوولین بولي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته