امنیت

طالبانو د کندز د امام صاحب په ځینو برخو بریدونه وکړل

کندز/د ثور۲۰/ باختر
یو شمېر وسله الو طالبانو نن سهار د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په ځینو برخو بریدونه وکړل ، او نښته تر اوسه پورې هم دوام لري.
د۲۱۷ پامير قول اردو ویاند ، عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وویل: یو شمېر وسله والو طالبانو د حضرت امام صاحب په ولسوالۍ کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو له څو خوا بریدونه کړي دي او تر اوسه پورې دامنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته دوام لري .نظری زیاته کړه چې په دې نښته کې مخالفانو ته دسر زیان اوښتی دی خو تر اوسه پورې شمېر یې نه دی څرګند شوی.
هغه زیاته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو مخالفانو په وړاندې په پیاوړتیا سره د مبارز په حال کې دي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته