خبرونهورزش

عظیمي لوبډلې په هلمند کې د والیبال پیل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د هلمند د سپورټ ادارې یو مسوول وویل چې د عظیمي لوبډلې په هلمند کې د والیبال پیل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه.
دغه سيالۍ پرون د څلورو ټيمونو په ګډون د لښکرګاه ښار د غازي محمد ايوب خان ښارګوټي په لوبغالي کې ترسره شوې.
د عظيمي لوبډلې ورزشکارانو د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره اتلولي خپله کړه.
د هلمند د ورزش ادارې يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د واليبال دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د دې ورزشي څانګې د غوره څېرو د ټاکنې په موخه ترسره شوې دي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته