سیاست

فضل هادي مسلم يار د خوست ولايت له عالمانواومشرانوسره وکتل.

٢٣-کابل باختر  دغبرګولي دويمه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د خوست ولايت له يو شمېر عالمانو، سپين ږيرو او د مدني ټولنې له فعالانو سره وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې څو تنو د نورو په استازيتوب د دغه ولايت د امنيتي وضعيت، د پراختيايي پروګرامونو د تطبيق د څرنګوالي او د خوست د تعليمي او تحصيلي وضعيت په اړه معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې د خوست ولايت د خلکو په همکارۍ په دغه ولايت کې ميشت د امنيتي ځواکونو ځوانان په اتلولى سره د خلکو د دښمنانو ګواښونو ته ځواب ورکوي او ويې غوښتل چې د ملي يووالي حکومت مسوولين بايد د دي سرحدي ولايت د پوځي ځواکونو په سمبالولو اود امنيتي وضعيت د ښه والي په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. مسلم يار دخبروپه ترځ کی په سيمه کې زموږ د خلکو د دښمنانو او د ترهګرو د ناوړو موخو د څرنګوالي او امنيتي وضعيت په اړه څرګندونې وکړي، ويې ويل چې د افغانستان خلک د خپلو نيکونو په شان په يووالي سره کولاي شي چی په ټولو ستونزو بريالي شي او زياته يې کړه چې د لويې پکتيا اوسېدونکې د ملي يووالي په ساتلو او پراخوالي کې اساسي رول لوبولي شی اوپه پای کې يی ژمنه وکړه چې د دوي سيمه ييزې ستونزې به د مشرانو جرګې د کمېسيونونو له لارې له اړوندو ارګانونو سره مطرح کړي.
دغه راز د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي د دغې جرګې د منشي مولوي عبدالله قرلق او د دارالانشا د لوي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي په ملګرتيا په دارلامان کې د نوي پارلمان د ودانۍ د جوړېدو کاري بهير وکوت. په دي کتنه کې د ښار جوړونې د ساختماني چارو مشاور ډاکټر سيد شريف حسيني او د هندوستان هېواد استازي ښاغلي آمار سنګ دخپلو څرګندونوپه ترځ کی وویل چی د پارلمان د ودانۍ اساسي کارپه سلوکې ٩٨  بشپړ دي چې د کوچنيو کارونو د ترسره کېدو وروسته به د روان کال دتلی په میاشت کې به په رسمي ډول پرانيستل شي او ټاکل شوې ده چې په همدې ورځو کې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د دارالانشاو د ودانۍ د بنسټ ډبره به هم په څلرويښت جريبه ځمکې په ساحه کې د هندوستان هېواد په مرسته په همدې سیمه کې کيښودل شي. د مشرانو جرګې دويم نايب د دوست هیوادهندوستان له مرستو څخه د مننې په څرګندولو سره د يادې پروژې د انجنيرانو او کارګرانو هڅې او کوښښونه وستايل او د دارالانشاو د کارکوونکو له پاره یی د کاري دفترونو د ژر جوړېدو په هکله لازمی لارښوونی وکړی. د نوي پارلمان ودانۍ د ١٢٥ ميليونوډالرو په لګښت د دوست هیوادهندوستان له لوری په ٣٣ جريبه ځمکې په ساحه کې جوړیږی چی دجوړونی چاری یی په سلوکې ٩٨ پر مخ تللې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته