کابل/ د وري٧ مه / باختر
د قطر او اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرانو له افغانستان سره د بشري او پراختيايي مرستو په موخه د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د قطر د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه لیک پرون د دوحې د غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه اندونیزیايي سیال “لستاري پريانساري مرسودي” لاسلیک کړی دی.
د هوکړې له مخې به قطر او اندونیزیا له افغانستان سره د بشري او پرمختیايي مرستو په رسولو کې همکاري کوي.
افغان ځوانانو ته د زده کړو د زمینې برابرول، د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د ښځو د رول او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او پرمختګ په اړه د دې تړون موخې بلل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې قطر او اندونیزیا تر دې وړاندې هم د افغانستان له خلکو سره د مرستو او همکاریو چمتووالی اعلام کړى و. قطر ویلي چې له ترکیې سره به د افغانستان د هوايي ډګرونو د مديريت په برخه کې هم همکاري کوي.
\ ذ