امنیت

لارښوونکي سيمينار جوړ شو

کابل باختر دکب  شپاړلسمه :
د اروپا د اتحاديي د پوليسو په همکارۍ د هېواد د مرکز او ولايتونو د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مديرانو ته د کورنيو چارو وزارت په تالارکې لارښوونکي  او ميتوديکي سيمينار جوړ شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د سيمينار د کار په پيل کې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين  ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان په دې بيان سره د دغه شان سيمينارونو جوړول د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د پوليسو د ظرفيت د لوړولو او مسلکي کولو په لاره کې  ستر رول لري؛ څرګنده کړه چې دجنايي جرمونوپرخلاف د مبارزې پوليس د جرمونو د کشف او د سازمان موندلومجرمينو د نيولوپه لاره کې درانده مسووليتونه په غاړه لري. 
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چاروسترمعين د عدلي او قضايي ادارې ترمنځ په همغږۍ په ټينګار سره وويل: د جنايي جرمونوپرخلاف د مبارزې د پوليسو هر منصوب کولى شي هغه وخت د دندو په اجرا کولوکې بريالى واوسي چې د قانون په باب پوره معلومات او د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري .
دغه راز د امنيتي چارو ستر معين په افغانستان کې د اروپا اتحاديې د پوليسو د ماموريت د همکارۍ او ملاتړ له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د اروپا د اتحاديې پوليسو په تيروڅه د پاسه پنځلسوکلونوکې په بېلابېلو برخوکې د افغانستان له ملي پوليسو سره همکاري او ملاتړ کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونوسره د مبارزې لوى رييس لوى پاسوال  سيد عبدالغفار سيد زاده د سيمينار برخه والو ته په خطاب کې وويل چې د هېواد  د اساسي قانون د١٣٤مادې له مخې د جرم کشف د جنايي جرمونو پرخلاف  د مبارزې د پوليسو اساسي دنده ده او بايد د مسوولينو له خوا د مجرمينو د پيژندنې په لاره کې بشپړ دقت وشي.
په همدې حال کې د لوى څارنوالى استازي څارنپوه جلال جلال، د کورنيو چارو وزارت د څارنوالى رييس لوى پاسوال سيدعبدالکريم سادات او د بشر د حقوقو، د ښځو او ماشومانو د چارو رييسې مل پاسوالې حکمت شاهي په وار سره خبرې وکړې او په قضيوکې د عدالت او شفافيت د تامينولو په لاره کې د کورنيو چارو وزارت او د لوى څارنوالى د کشفي ادارو ترمنځ همغږي، ضروري او ارزښتناکه وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته