ټولنه

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له دوام څخه د تخار خلکو هرکلی وکړ

کابل /دسلواغې ۴مه/باختر
له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له دوام څخه د تخار خلکو هرکلی وکړ.
هغوي په افغانستان کې د بې وزلى او لوږې اوسني بحران ته په اشارې سره له افغانانو سره د نړۍ د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
دغه څرګندونې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ۳۲ میلیونه ډالرو نغدي مرستو ته د مرکزی بانک له اعلام یوه ورځ وروسته ترسره کېږي.
د تخار د مرکز تالقانو ښار یو اوسیدونکي عبدالصبور باخترآژانس ته وویل چې نړیوالې مرستې کولای شي افغانستان له روان اقتصادي بحران څخه وژغوري.
هغه له خلکو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستو د دوام هرکلی وکړ.
په همدې حال کې د تخار خلک اقتصادي بحران او لوږې زیاتوالي ته په پاملرنې سره له افغانستان سره تر سره شوې مرستې لږې بولي او له نړۍ څخه غواړي چې خپلې مرستې زیاتې کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته