ټولنه

له بيځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دتلي  اتمه :
دجګړو له امله له پنځه اويا بيځايه شويو کورنيو سره نن په بلخ ولايت کې مرسته وشوه.
دمهاجرينو په چاروکې دملګروملتو دعالي کميشنرى ددفتر ويندوى فهيم همدرد باخترآژانس ته وويل چې دغه مرستې د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان دعالى کميشنرى له خواترسره شوې دي چې په هرې کورنۍ باندې درې بوري پنځوس کيلويي غنم، پنځه کيلو ډال نخود، شپږکيلو لوبيا، درې کيلومالګه، دپخلنځي يومکمل سيټ ، يوه بسته جامې، دوه بړستنې ، پنځه شړي او دوه ترپالونه ويشل شوي دي .
دهمدرد دڅرګندونوله مخې: د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې په ١٨٠٠ کورنيو باندې چې د جوزجان، سرپل ، کندز او د فارياب له ولايتونوڅخه بيځايه شوې او د بلخ ولايت ته راغلي د دغې کميشنرى له خوا مرسته شوې ده او دغه مرستې دوام لري.
دبلخ ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس عبدالصبور قادري وويل: دترسره شوې سروې له مخې څه ناڅه١٨٠٠ کورنۍ د نا امنيو له امله دبلخ په ولايت کې ميشت کړى شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته