اعلامیهخبرونهښوونه او روزنه

له هېواد څخه د وتلو استادانو د راستنولو په اړه د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه

کابل / د سلواغې ۲۱مه / باختر

دا چې ګران هېواد افغانستان د ټولو ګډ کور دی، نو آبادي یې هم زموږ ګډ مسوولیت دی.

دا آبادي د تحصیلي نظام له پياوړتیا او ملاتړ پرته ناشونې ده، په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت رهبري د دولتي پوهنتونونو ټولو هغو استادانو ته د راتګ بلنه ورکوي چې په دغو وروستیو کې له هېواد څخه بهر تللي دي. وزارت له یادو استادانو څخه غواړي چې د ګران هېواد د آبادۍ او سرلوړۍ په موخه خپلو سپېڅلو دندو ته راستانه شي. د وزارت رهبري ژمنه ده چې د یادو استادانو هر اړخېز معنوي او اقتصادي ملاتړ وکړي او د پخوا په څېر به ټولې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د نویو استادانو د ګومارنې په موخه بستونه هم اعلان ته سپارلي دي؛ نو له هغو بهر مېشتو افغان کادرنو څخه هم غوښتنه کوو چې د تحصیلي نظام د غښتلتیا او پرمختګ په موخه په دولتي پوهنتونونو کې د استادۍ مقدسې دندې ترسره کولو په خاطر د دغو بستونو له لارې دغه دنده ترلاسه کړي او د هېواد د بچیانو د روزنې لپاره خپلې علمي هڅې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت مسوولین له توپیري چلند پرته د خپلو داخلي او بهر مېشت افغان کادرنو ملاتړ ته ژمن دي او دا خپله ایماني وجیبه بولي چې ګران هېواد ته د یادو علمي کادرنو راتګ ته زمینه برابره کړي او په اقتصادي ملاتړ سربېره هر اړخېزې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

په پای کې وزارت یو ځل بیا یادو درنو استادانو ته ډاډ ورکوي چې له کومې اندېښنې پرته خپل وطن راشي او خپله انرژي د هېواد په آبادۍ او د تحصیل په پرمختګ کې مصرف کړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته