ټولنه

دښځو دهويت دپيژندنې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
يوې ډلې   ځوانانو دافغانستان دسولې دانستيتوت په ملاتړ  نوم يې په کوم ځاى کې دى ترعنوان لاندې نن دمطبوعاتو په  نړيوال مرکز په تالار کې يوه غونډه جوړه  کړه .
دغه ډله په خپله  دښځو په نامه دښځو دپيژندنې غوښتنه کوي او نه غواړي چې ښځې  نور دميړه ، پلار زوي ، خور  اويا دچا دمور په نامه ياد شي بلکې بايد خپل نوم يې واخستل شي .
دباختراژانس دخبرله مخې  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې او ويې  ويل  دا يو اصل دى چې ديوانسان دشتون  ټول اړخونه احتوا کوي .
  ده زياته کړه  دافغانستان په معاصر تاريخ کې  دښځو هويت پيژنده په اماني غورځنګ  پورې اړه پيداکوي  کله چې ملکه ثريا  دښځو دحقوقو دترلاسه کولو پرسر دخپل ميړه شاه امان الله خان غازي تر څنګ ودريده او دغه غور ځنګ  په مدني فعاليتونولاس پورې کړ .
پوهاند باوري دغه شان پروګرامونه دذهنيت جوړولو لپاره ښه وسيله وبلله خو له رسنيو څخه يې وغوښتل چې  دخبرونو له لارې دې په دې باب  خپله ونډه اداکړي
وروسته دشاه امان الله خان غازي لور ميرمن هنديا خبرې وکړې او وې ويل شاه امان الله خان له هغه وروسته چې دهېواد خپلواکي  ترلاسه کړه خلکو ته يې وويل چې ټوپکونه په ځمکه کيږدئ اوپرځاى يې  قلم واخلئ .
ده دهېواد له ښځو او نجونوڅخه وغوښتل چې زده کړې  وکړي او دملکې ثريا په شان او دښځو عدالت  غوښتنې لپاره مبارزه وکړي .
  په دې غونډه کې دکابل  پوهنتون داروا  پوهنې استاد شرف الدين  عظيمي په کابل  پوهنتون کې  دحقوقو استادې شهلا فريد او ديني عالم ګلاب الدين  راسخ خبرې وکړې او دغه موضوع يې له بيلابيلو حقوقي او اسلامي اړخونوڅخه وڅيړله .
دغونډې په پاى کې دسولې دانستيتوت  رييس ياسر احمدزي خبرې وکړې او بهشتې  مومند ته يې چې دلوړو زده کړو  په موسسو کې دشموليت په ازموينه کې يې دنجونو ترمنځ لوړې نمرې اخستې دي د ستاينې لوحه ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته