اقتصاد

مرکزي بانک شپيته مليونه ډالره ليلاموي

په هغه ليک کې  چې ددغې اداري له لاري دباختر اطلاعاتي اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .

دافغانستان بانک  دراتلوونکې اوونۍ په داوطلبي  کې شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.

په شرايطو برابر له ټولو صرافانو اوتجارتي بانکونو نه  چې لس زره امريکايي ډالره يې پخوا  دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوي مديريت کې تحويل کړي دي بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبي کې گډون وکړي.

برخه وال دي دداوطلبي فورمې دليلام  دورځو دسهار ترنهو بجو پوري  دې دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه او بيرته يې ټيک په نهو بجو وسپاري  هغه صرافان چې تراوسه پوري يي لس زره امريکايي ډالره په ډالري ليلامونو کې يي دگډون په مقصد نه دي تحويل کړي  کولاي شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسي تحويلي اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې گډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته