خبرونهټولنه

مسافر وړونکو موټرو لپاره مشخصې کرایې وټاکل شوې

کابل/غوايي۶مه/ باختر

د ترانسپورټ او هوايي چلند  وزارت له مختلفو وزارتونو او ادارو سره په ګډه کابل ته د ټولومسافروړونکو موټرو د تګ را تګ لپاره مشخصې کرایې وټاکلې.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دغه مشخصې کرایې د عدلیې، صنعت او تجارت او ماليې وزارتونو، د نورم او سټنډرډ ادارې او د خوندیتوب او تخنیک د ریاست له استازو سره په ګډه ټاکل شوې دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ټول ترانسپورټي شرکتونه او موټر چلوونکي مکلف کړي، چې له ټاکل شویو کرایو څخه سرغړونه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې مسافرو کابل او ولایتونو ته د تګ راتګ پرمهال له لوړو کرایو څخه شکایت درلود او غوښتنه يې دا وه چې د مسافرو لپاره دې مشخصې او مناسبې کرایې وټاکل شي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته