خبرونهامنیت

مسوولین: په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د نشه يي توکو کرکیله او جنايي جرمونه صفر ته رسېدلي دي

کابل، د غبرګولي ۲۲ مه ، باختر

د هرات د پښتون زرغون ولسوال استاد یاسرعثماني وايي چې په دغې ولسوالۍ کې جنايي جرمونه صفرته رسېدلي او اوس خلک په دغې ولسوالۍ کې په بشپړې آرامۍ سره ژوند کوي.

عثماني وايي چې اوس په دغې ولسوالۍ کې د کار په وړاندې د غنمو پروژه دوام لري.

د پښتون زرغون ولسوال وايي چې دوی هرکارګر ته هره ورځ لس کیلوګرامه غنم او سر کارګر ته دولس نیم کیلوګرامه غنم ورکوي.

د پښتون زرغون ولسوال عثماني وايي چې دوی د کرو غاښي د بند کار هم پیل کړی دی.

د پښتون زرغون د ولسوال د څرګندونو له مخې، د کروغاښی هغه تګلوری دی چې د شلو کلیو خلکو د لارې د خرابوالي لپاره تګ را تګ نشو کولای.

په پخواني حکومت کې د هغه لګښت دوه سوه لکه افغانۍ اټکل شوی و خو اسلامي امارت دغه تګلوری په پنځلس ټنوغنمو جوړکړ.

د پښتون زرغون ولسوال وايي چې د دغې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د ښوونځیو او د کلینیکونو نشتوالی اوس هم د دغې ولسوالۍ له ستونزو څخه دي.

د پښتون زرغون ولسوال دغه راز په دغې ولسوالۍ کې د برېښنا کار د بشپړولو خبر ورکړ او ویې ویل چې د برېښنا د پایو او صندوقونو کار بشپړشوی دی.

د پښتون زرغون ولسوال استاد یاسر عثماني وايي چې اوس په دغې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو کروندې شتون نه لري او خلک د نشه يي توکو د کرکیلې د بندولو په اړه د امیرالمومنین د فرمان هرکلی کړی دی.

د پښتون زرغون ولسوالۍ مسوولینو په دغې ولسوالۍ کې د پرمختیايي پروژو غوښتنه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته