ورزش

خالد هوټک دسپينو زرو له مډال سره هيواد ته راستون شو .

کابل باختر د ليندى دريمه :
دووشو ورزشکار خالد هوټک په ماليزيا کې دووشو دستورو له نړيوالو سياليو څخه دسپينو زرو دمډال په ګټلو سره پرون هيواد ته راستون شو.
دالمپيک  ملي کميټې باختراژانس ته خبر ورکړ .دافغانستان دووشو ورزشکار  په ماليزيا کې دووشو دستورو په سياليو کې  په خپلو ويتنامي  اوروسي سيالانو بريالى شو  او دخپل  فلپيني سيال په وړاندې يې ماټې وخوړه او ددغوسياليو دسپينوزرو مډال يې وګاټه .
دالمپيک دملي کميټې رييس ددغه ورزشکار دهرکلي  لپاره دحامدکرزي  نړيوال هوايي ډګر ته تللى و او دسرو زرو دمډال دګټلو له امله يې دافغانستان جمهور رييس ، اجرائيه رييس او ټول ملت  ته مبارکي وويله او ددغه ورزشکار مډال يې په هيواد کې دووشو دورزش په تاريخ کې  ډير ستر مډال وباله .
دغه سيالى داتيا هيوادونو دورزشکارانو په ګډون  په اندونيزيا  کې ترسره شوي و . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته