کابل، غبرګولي۲۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند قندهار ولایت ته په سفر کې د ملي پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز وکوت او د اسلامي نظام پر اهمیت یې خبري وکړې.
هغه وویل چې اوسنی نظام د شهیدانو د وینو او ګڼو قربانیو پایله ده او ساتنه يې هم د جهاد په څیر فرض ده.
نوموړي په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمېدو او اشغال د ختم له کبله خوښي وښوده او د اسلامي امارت ځواکونو ته يې په خطاب کې وویل چې مشران دې په کشرانو شفقت او کشران دې د خپلو مشرانو درناوی وکړي.
برادرهمدارنګه د شهيدانو د کورنیو پر پوښتنې او احوال اخیستو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، چې چارواکې دې د شهیدانو کورنۍ له یاده نه باسي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د اسلامی نظام رامنځته کېدو کې د ولسونو قربانۍ هم وستایلې او دا بریا يې د مجاهدینو او افغان ولس د ګډې مبارزې او سرښندونو پایله وبلله.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې هم حکومتي مسولینو ته له عامو خلکو سره د ښه سلوک او نرم چلند سپارښتنه کړې وه.
افغانمل