خبرونهټولنه

ملک سلمان خیریه بنسټ په افغانستان کې له نږدې ۱۹ زرو کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

کابل/غوايی۵مه/ باختر

په افغانستان کې د سعودي عربستان مرستیال سفیر بدرابراهيم العتیبي د یاد هېواد په سفارت کې د دې مرستو د ویش لړۍ نن رسما پيل کړه.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ العتیبي چې په دې تړاو يې له رسنیو سره خبرې کولې، ډاډ ورکړ چې هېواد يې له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی او خوښ دي چې په داسې ستونزمنو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی کوي.

په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او یو شمېر نور خوراکي توکي شامل دي چې پر ۱۸ زره ۶۰۰ کورنیو به وویشل شي.

دغه مرسته چې د شاوخوا یومیلیون ډالرو په  ارزښت خوارکي توکي پکې شامل دي،  په کابل، ننګرهار، کونړ، پکتیا، هرات، بلخ او قندهار ولایتونو  کې پر اړمنو کورنیو وېشل کېږي.

د یادې مرستې پیسې د ملک سلمان خیریه بنسټ ورکوي او  د توحید افغانستان د یتیمانو د پاملرنې خیريه موسسې له لورې پلې کېږي.

د توحید افغانستان د یتیمانو د پاملرنې پروژې مسوول ډاډ ورکړ چې د سرې میاشتې، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو په مرسته به اړمنې کورنۍ تشخیص او یادې مرستې به ورته ورسوي.

په همدې حال د کابل د سرې میاشتې رییس وايي چې ورته مرستې د افغانانو درد په پوره ډول نه شي دوا کولای او نړیوال باید د افغانستان دولت به رسميت وپيژني تر څو په هېواد کې د فقر ستونزه په  اساسي ډول حل شي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغانان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له نړیوالو مرستندیو سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

عبدالمتین افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته