پوليسو دبغلان ولايت دنهرين ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه اندازه مهمات ترلاسه کړل .
دنهرين ولسوالۍ مولانا فضل الرحمن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په ترلاسه شويو مهماتو کې دداشکې پنځه بکسي ګولۍ ، دهاوان لس ماينونه او دآر پي جي _ ٧ توغندي څلور ماينونه شته چې دنهرين ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا ددغې ولسوالۍ دالماتو دکلي په يوه ډيپو کې ترلاسه شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل ترلاسه شوي مهمات په غيرمسوولو وسله والو کسانو پوري اړه لري اودپيښې په اړوند تراوسه پوري څوک نه دى نيول شوي.