ورزش

دتکواند سيالۍ په بلخ کې ترسره کيږي

کابل باختر دوري دمياشتې  ٩ :
ټاکل شوې ده  دتکواندو سراسري سيالۍ  په نږدې راتلوونکي کې  دګل سرخ د جام په نامه په بلخ و لايت کې ترسره شي .
دبلخ ولايت ورزشي آمر ابراهيم عثمان دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سيالۍ
ديوې اوونۍ لپاره  دمزارشريف  په ښارکې ترسره کيږي   اوپه هغو کې  ددغې څانګې دتنکيو ځوانانو او دځوانانو ټيمونه ګډون کوي .
دابراهيم عثمان دڅرګندونوله مخې دغه سيالۍ کال په کال په بلخ ولايت کې ترسره کيږي  او تير کال ددغې   څانګې څه دپاسه پنځه سوه تنو لوبغاړو دګل سرخ دجام  په سياليو کې ګډون کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته