خبرونهښوونه او روزنه

مولوي عبدالباقي حقاني، د پاکستان له سفیر سره د علمي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل، د چنګاښ ۸ مه، باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني نن په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د علمي او اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ښو اړيکو ته په اشارې سره وويل، دواړه هېوادونه (افغانستان او پاکستان) سره ګاونډي هېوادونه دي سربېره پردې ډېر دیني او کلتوري مشترکات لري، چې کولای شي له هغې څخه د علمي اقتصادي او په نورو برخو کې ګټه پورته کړي.

په کتنه کې دواړو لوریو پاکستان ته ۳۰ تنو استادانو لېږلو پر څرنګوالي خبرې وکړې چې مخکې هم په دې اړه خبرې شوې وې او په هغه هېواد کې د پوهنتون استادانو لپاره لنډ مهاله کورسونه او د ظرفیت لوړولو او په اکاډمیکو موضوع ګانو یې بحث وکړ.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته