کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر
د قندهار په پنحوايي او ژيړي ولسواليو کې تېره شپه ٣٩ وسله وال طالبان په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر دوو غونډو هغه وخت بريدونه وکړل چې وسله والو طالبانو د قندهار په پنجوايي او ژيړي ولسواليو کې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو نيت درلود چې په پايله کې ٣٩ وسله وال طالبان ووژل شول.
پاى \ ذ