خبرونهامنیت

نهه طالبان په کونړ کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

په کونړ کې ۹ وسله وال طالبان په نویو جګړو کې ووژل شول.

دغه جګړې له تېرې شپې تر نن سهاره پورې په څوکۍ او ماڼوګي ولسوالیو کې ونښتې.

د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو چې بریدونه پرې وشول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې:

پوځيانو په کونړ کې د ۱۴ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته