سیاستخبرونهTOP

د افغانستان او ايران جمهور رييسانو تليفوني خبرې وکړې

کابل/ د غويي ۲۲مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني او د ایران اسلامي جمهوریت رئیس ډاکټر حسن روحاني، نن ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټلیفوني مکالمه کې، ډاکټر حسن روحاني په افغانستان کې د وروستیو تروریستي پېښو په خاطر د ایران د حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل.
همداراز د دواړو هیوادونو جمهور رئیسانو د افغانستان د سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان او ایران د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته