ټولنه

له ١٧٧ بى ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه.

کابل- باختر د کب دمياشتې ٣
په پلخمرى ښارپورې اړوندو ډنډ غورى او د ډنډ شهاب له ساحو څخه دجګړو له امله له ١٧٧ بى ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه.
دغه مرسته دبغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې د رياست له خوا ترسره شوه چې خوراکي او غير خوراکي توکي پکې شامل دي.
دبغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې درياست سرپرست ضيا الدين خوشبين دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو مرستو کې خوراکي او غير خوراکي توکي شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته