امنیت

نهه ويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

– کابل/ د سلواغې٣٠/ باختر
نهه ويشت وسله وال طالبان تېره شپه د قندهار په ارغنداب او ميوند کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختراژانس خبريال ته وويل؛ د هېواد هوايي ځواکونو د قندهار په ارغنداب او ميوند ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر غونډو هدفمند برېدونه وکړل چې په پايله کې ٢٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
په دغو برېدونو کې د دښمن د چاوديدونکو توکو يوه ډيپو، د ماين جوړولو يوه کارخانه، ١١٠ سنګرونه، او يوشمېر وسلې اومهمات هم له منځه وړل شوي دي.
پاى-ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته