امنیت

نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دهېواد په بيلابيلو سيموکې ٤٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول . دملي دفاع وزارت نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيمو کې يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، يوديرش تنه ټپيان او درې تنه نور نيول شوي دي . دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، کونړ ، غزني ، ميدان وردګو ، روزګان ، هرات ، فراه ، بادغيس ، فارياب ، بغلان ، سمنګان ، کندز ،بلخ او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دفراه ولايت دخاک سفيد په ولسوالۍ کې ١٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول اوڅلور تنه نور ټپيان شوي او ددښمن يوه اندازه وسله او مهمات له منځه وړل شوي او دکندز ولايت ددشت ارچي او چار درې په ولسواليو کې ١٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او اته تنه نورټپيان شوي دي او ددښمن دوه قرارګاوې دمهماتو يوه ډيپو او څلور سنګرونه دړې وړې شوي دي او يو موټرسايکل او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شوي دي ، دننګرهار ولايت داچين او شيرزاد په ولسواليو کې ددوو تنو داعشيانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي ، دبغلان ولايت دډنډ شهاب الدين په سيمه کې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي او دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او يوتن ټپي شوى دى او يوه اندازه وسله او مهمات له منځه وړل شوي دي . دغه راز دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو عملياتو په بهير کې درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي ، دميدان وردګو ولايت دچک او دغزني ولايت داندړو دولسواليو په مربوطاتو کې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ او ددغه ولايت دمرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او يوتن ټپى شوى دى اويوبل ډار اچوونکى نيول شوى دى او ددښمن دماين جوړولو يوه کارخانه ، يوموټرسايکل او يوه اندازه وسله او مهمات له منځه وړل شوي دي. دسمنګانو ولايت ددره صوف په ولسوالۍ کې يو ډار اچوونکى وژل شوى دبلخ ولايت دچمتال په ولسوالۍ کې دوه تنه تروريستان نيول شوي او دکونړ ولايت داسمار په ولسوالۍ کې څلور تنه پاکستانيان ټپيان شوي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته