کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ناروې له سفیر اولي لینډمن او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان پر فعلي وضعیت، بشري، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختکونو په اړه خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزیر پر نړېوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت له نږدې وویني او د مغرضو رسنیو او مخالفینو په خپرو شویو آوازو قضاوت ونه کړي او حقیقت په خپله معلوم کړي.
په کتنه کې ویل شوي چې افغانستان او ناروې به یو له بل سره خپلې اړیکې پالي او د همکارۍ له مخې به ستونزو ته د حل لارې پیدا کوي.
ن/ر
37 د یوې دقیقې څخه لږ