خبرونهاقتصادTOPرپوټونه

نړېوال بانک د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه اندازه آزادوي

کابل / د سلواغې ۳۰ مه / باختر

نړېوال بانک په پام کې لري چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۶۰۰ میلیونه ډالره دغه هېواد ته بېرته ولېږدوي .

د باخترآژآنس د خبرله مخې؛ نړیوال بانک هغه وړانديز منلی چې د هغه له مخې به د افغانستان د شتمنیو یوه برخه دغه هېواد ته ولېږدول شي.

نړیوال بانک څه د پاسه یونیم ملیارده ډالره چې په دغه بانک کې د افغانستان د ملاتړ په صندوق کې زېرمه شوي و، کنګل کړي چې له دې جملې څخه یې دوه سوه اتیا میلیونه ډالره څه موده مخکې د بشردوستانه چارو لپاره آزاد کړل.

اوس نړېوال بانک په پام کې لري چې د افغانستان د بیا رغاونې د امانت له صندوق څخه شپږ سوه میلیونه ډالره هېواد ته ولېږدوي.

د رویترز خبري آژانس ویلي دي: ټاکل شوې ده د نړیوال بانک پلاوی دغه وړاندیز په مارچ میاشت کې وڅېړي او د دغو پیسو ورکولو په اړه به وروستی تصمیم د افغانستان د بیا رغاونې امانت صندوق تمویلوونکي ونیسي.

ټاکل شوې ده دغه پیسې د اقتصادي بحران د څېړنې او په افغانستان کې د زده کړې په برخه کې د یو نړیوال بنسټ له خوا ولګول شي.

نړیوال بانک اوس د افغانستان د بیا رغاونې د امانت صندوق مدیریت پر غاړه لري.

مخکې له دې نړیوال بانک اعلام کړی و چې د افغانستان د بیا رغاونې د امانت صندوق تمویلوونکو موافقه کړې ده چې د کنګل شویو پیسو ۲۸۰ میلیونه ډالره د خوړو نړیوال سازمان، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو سازمان د صندوق او په افغانستان کې د خوړو او روغتیا د اړتیاوو پوره کولو پروګرام ته ولېږدول شي.

باید وویل شي چې د نړیوال بانک ترڅنګ امریکا هم د افغانستان نهه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره کنګل کړي دي او اوس یې تصمیم نیولی دی چې د دغو پیسو درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالره د غرامت په نامه د سبتمبرد پېښې د قربانیانو پاتې کسانو ته ورکړي چې دغه پرېکړه د افغانانو او نړیوالو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتو سازمان ویلي چې افغانستان د فزیکي پیسو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دی.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته