سیاست

هند افغانستان ته هليکوپترونه پيري .

-کابل باختر د وري  اتمه :
په نوي ډيلي کې  دافغانستان سفير شيراحمد ابدالي ويلي دي چې هند افغانستان ته دسلو مليونو ډالرو په ارزښت له بلا روسي  څخه څلور هليکوپترونه پيري .
ده زياته کړې ده چې دغه هليکوپترونه نوي نه دي  بلکي مستعمل دي .
خو پرزې  او تجهيزات يې نوي کيږي او افغانستان ته ددغو هليکوپترونو دليږدونې بهير به په راتلونکو څلورو مياشتو کې پيل شي .
داپه داسې حال کې ده چې افغانستان غواړي تر راتلونکو څلورو کلونو پورې خپل هوايي ځواکونه تر يوې اندازې پورې په پرمختللو  الوتکو  او تجهيزاتو سمبال کړي . ددغه پلان په عملي کولو کې امريکا زيات رول لري .
  مخکې له دې امريکا افغان ځواکونو ته د بلک هاک دهليکوپترونو دسپارلو بهير پيل کړي و او ددغو الوتکو لومړي ګروپ  شپږ مياشتې  مخکې دافغانستان هوايي ځواکونوته وسپارل شول .
  افغان هوايي ځواکونه اوس يوولس  بلک هاک الوتکې لري چې له هغو  څخه دځواکونو دليږدونې او اکمالاتو او له طالبانو سره په جګړه کې  استفاده کيږي .
  امريکا وايي چې تر  ٢٠٢٤ کال پورې به  ١٥٩ بلک هاک  ډول هليکوپترونه دافغانستان د ځواکونو په واک کې ورکړي چې دځمکنيو ځواکونو تر څنګ ددغه هېواد هوايي ځواکونه هم پياوړي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته