اقتصادTOP

هند خپلې پولې د افغانستان د سوداګريزو مالونو پرمخ وتړلې

کابل / د تلې٢٠مه / باختر:
هند د افغانستان د سوداګريزو مالونو پرمخ د خپلو پولو په تړلو اقدام وکړ.
دا اقدام د هند په يو بندر کې د افغاني قيمتي ډبرو په منځ کې د نشه يي توکو د يو لوې انډې له کشف وروسته ترسره کېږي.
د هند امنيتي مامورانو څه ناڅه څلويښت ورځې وړاندې دغه انډې چې له افغانستان څخه د چابهار او عباس بندرونو له لارې د هند ګجرات ته قاچاق شوي و، کشف اوضبط کړل.
له دغه ستر انډې څخه د دريو ملياردو ډالرو په ارزښت ٣ ټنه هيروئين کشف او په تړاو يې دوه افغانان هم نيول شوي دي.
له دې پېښې وروسته د هند سرحدي ساتونکي نور اجازه نه ورکوي چې افغانستان سوداګريز توکي هغه هېواد ته دننه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خوني يوه چارواکي له باخترآژانس سره په خبرو کې دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې د افغان سوداګرو پرمخ د هندي بندرونو د بيا پرانستلو هڅې روانې دي.
ويل کېږي چې په هند کې د افغانستان د قيمتي ډبرو په منځ کې دهيروينو د يو لوى انډې له کشف وروسته هنديان به خپل هېواد ته د پاکستانې او ايرانې سوداګريزو توکو د واردلو اجازه ورنکړي.
د چابهار بندر چې په وروستيو کلونو کې پرانستل شو دا بندر له هند او يوشمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان په سوداګرۍ مهم رول لوبوي، افغانستان په وچه کې موقعيت لري او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د سوداګريزو توکو په لېږد او رالېږد کې د بندرونو او اوبو له لارې سخته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هم خپلې پولې د افغانستان د سوداګريزو مالونو پرمخ تړلي دي.
کارپوهان د افغانستان د سوداګريزو توکو پرمخ د پاکستان او چابهار بندرونو تړل کېدل په ځانګړي توګه د هېواد د ميوو د حاصلاتو په موسم کې د بزګرانو په زيان بولي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته