امنیت

وسله والو طالبانو په تخار کې ماتې وخوړه .

کابل /دتلې ١٣مه /باختر:
دهېواد دامنيتي اودفاعي ځواکونودګډو ځمکنيو عملياتو او دهوايي بريدونو په پايله کې وسله وال طالبان دسردرندو  زيانونو، په زغملو سره له بهارک ولسوالۍ  او تالقانو ښار څخه وتښتېدل  او ددغوسيمو اوسيونکي بيرته خپلو کورونو اومېنو ته ستانه شو ل
دملي دفاع وزارت لومړى مرستيال ډاکتر محمد ياسين ضيا چې ددغوعملياتو رهبري پرغاړه لري باختراژانس ته وويل چې په بهارک ولسوالۍ اودتالقانو  دابدال اوفولبرس  په سيمو کې دوګړنيوپاڅونونو په ګډون دپوځيانو له ځمکنيو  عملياتو او هوايي بريدونو وروسته دطالبانو تر ادارې لاندې ساحو په پاکولو سربيره په لسګونو طالبان ووژل شول اويوشمېر نورټپيان شول او ددښمن نوروکسانو دتيښتې لاره غوره کړه .
ډاکتر ضيا زيات کړه چې په دغو عملياتوکې نهه اتياوسله وال طالبان ووژل شول او اووه شپيته نور طالبان ټپيان شول او ددښمن درې موټرونه څلور موټرسايکلونه اويوه اندازه  پوځي تجهيزات دپوځيانولاس ته ورغلي دي
هغه زياته کړه چې ددغوعملياتو په بهير کې  دپوليسويومنسوب شهيد او درې نور پوليسان ټپيان شول .  يوه اړونده  خبرځاى وويل چې همدا اوس امنيتي حالت بيخې ښه دى .  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته