سیاستخبرونهTOP

ولسونه: اسلامي امارت دې په ټول افغانستان کې فیسبوک وتړي

کابل، د چنګاښ ۳۱ مه، باختر

د باختر آژانس او د افغانستان ملي راډیو تلویزیون پاڼو تړل کېدو په اړه د ننگرهار ولایت اوسېدونکو توند غبرگون ښودلی او له دولته یې غوښتي چې په ټول هېواد کې فیسبوک وتړي.

باختر آژانس د یاد ولایت له څلوېښت تنو سره د فیسبوک ادارې په وروستي اقدام مرکې کړي او ټولو ورته په یوه نظر ټینگار کړی چې دا د بیان په آزادۍ یو خطرناک گوزار دی او د افغانستان هیڅ وگړي ته دا ظالمانه پرېکړه د منلو نه ده او باید دولت یې پرضد توند اقدام ترسره کړي او په ټول افغانستان کې فیسبوک بند کړي.

په دې نظر پوښتنو کې د رسنیو له همکارانو او مسوولینو نظرونه اخیستل شوي، په ختیځ کې د ایران راډیو تلویزیون همکار آصف شینواري ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو فعالیت د بیان آزادۍ یوه ښه بېلګه ده. په خبره یې، په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو فعالیت تر ډېره بریده د بیان آزادۍ د ژمنتیا په معنا دی خو له بده مرغه ډېری ټولنیزې رسنۍ له امریکا چې ځان د بیان آزادۍ علمبردار بولي اداره کېږي. هغه وايي، په دې اقدام سره په حقیقت کې  امریکا د افغانانو دلامنزوي کېدو هڅه کړې، چې دا په خپله د یو مثبت تعامل د نفي کولو څرګنده نښه ده. شینواري د فیسبوک له ادارې غوښتنه کړې چې ټولنیزې رسنۍ پرانیزې او د بیان آزادۍ ته د ژمنتیا شعار عملي کړي.

په ختیځ کې د راه فردا خبریال شاه محمود هڅاند، وایي هغه رسنۍ چې د ولس نوم ورپورې تړلی وي او پر وړاندې یې داسې ګام پورته شي، چې ولس او ملي ګټې زیانمنې شي د بیان آزادۍ خلاف عمل دی او باید له دې چارې لاس واخېستل شي.

په ختیځ کې د شمشاد راډیو تلویزیون همکار سهار گل احساس وایي، چې د ملي راډیو تلویزیون او باختر آژانس د فېسبوک ادرسونو تړل له ټولو نړیوالو قوانینو سر غړونه ده ځکه هر هېواد کې د هغه هېواد د حکومت له پالیسۍ سره سم نشرات کېږي خو دلته د افغان حکومت ادرسونه تړل کېږي چې دا په ښکاره له افغانانو سره د نړیوالو توپیري چلند دی او هیڅ افغان ته د منلو نه دی. هغه ویلي، چې د اسلامي امارت بدیل نشته او ادرسونه یې باید لکه د نورو هېوادونو د حکومتونو خوندي اوسي، بندېدل یې له نړیوالو اصولو  سرغړونه ده او له یو هېواده د هغوی د بیان ازادۍ حق اخیستل دي چې دا هیڅ نړیوال قانون کې نشته.

په ننگرهار کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري نور محمد حنیف وایي چې د نړیوالو لخوا په موجوده نظام فشارونه اچول د هیچا په گټه نه دي باید له دې چارې لاس واخیستل شي. هغه ویلي چې افغان دولت په نړۍ کې د رسنیو قوانینو ته ژمن دی باید نړۍ د بیان ازادۍ په نوم شعار په ریښتیني توگه عملي کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته