سیاست

فضل هادي مسلميار دباميانو ولايت له مسوولينو سره وکتل .

کابل باختر دلړم اوولسمه :
دمشرانو جرګې  رييس فضل الهادي  مسلميار  نن دباميانو ولايت له امنيه قوماندان او دملي امنيت له رييس سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په کتنه کې دوى په باميانو ولايت کې دامنيتي  حالت په باب معلومات وړاندې  کړل او وي ويل چې امنيتي ځواکونه دصادقو مدافعانو په توګه دقانون په تطبيق دامنيت په تامينولو او له فساد او تروريزم سره په مبارزه کې  شپه او ورځ دخلکو په خدمت کې دي او دخلکو دسراو مال ساتنه خپله ايماني او وجداني دنده بولي.
  وروسته دمشرانو جرګې رييس دباميانو ولايت دامنيتي ځواکونو دنه ستړي کيدونکو هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او ټينګار يې  وکړ  چې دغه ځواکونه له پخوا زيات دخپلوخلکو په چوپړ کې دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته