کابل/ د ثور١/ باختر
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پرون په شمال زون کې د يوناما دفتر له استازي سره وکتل.
په دې کتنه کې د يوناما دفتر استازي د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره د خپلې کتنې موخه د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وبلل.
د يوناما دفتر استازي زياته کړه: د يوناما دفتر همدا اوس خپل زيات تمرکز د افغانستان د اسلامي امارت له مسوولينو سره پرهمغږۍ او د روغتيايي خدمتونو او زده کړې او نورو برخو کې په بشردوستانه مرستو، کړى دى.
په دې غونډه کې د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مفتي عميرسرپلي د کاري بهيراو د بشردوستانه مرستو اغيزمن مديريت او د ټولنيزعدالت د تامينولو په موخه د يوناما له دفتر او له مرستندويو بنستونو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشر دوستانه مرستې زياتې کړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې له بيلابيلو قشرونو او د روغتيايي خدمتونو او د زده کړې په برخو کې د بشردوستانه مرستو د دوام لپاره له يو بل سره همکاري کوي.
\ ج